د افغانستان کرېکټ الف یا ابداليانو لوبډله د اسيايي لوبو (اشیېن ګېمز) په شلم پړاو کې ګډون لپاره جاپان ته روانه شوې ده. د اسيايي لوبو سږنۍ سیالۍ، چې د فوټبال، کرېکټ، سوک وهنې، غېږ نیونې، تکواندو، جودو، ځغاستې، لامبو، نښه ویشتلو، بایسکل ځغلونې، ګالف، هاکي او کښتۍ چلونې په ګډون نژدې ۶۰ ورزشي څانګې پکې شاملې دي، د جاپان په ناګویا ښار کې کېږي. د افغانستان په ګډون د ۴۵ هېوادونو د بېلابېلو سپورتي څانګو لوبغاړي په دغو سیالیو ګډون کوي. ټاکل شوې دا سیالۍ د راتلونکې اوکتوبر مياشتې تر څلورمې دوام وکړي. د طالبانو په حکومت کې د اولمپیک او بدني روزنې کمېټې ویاند اتل مشواني بيبيسي ته وویل، څه باندې ۳۰ افغان لوبغاړي په اتو سپورټي رشتو کې په دغو سیالیو کې برخه اخلي. د رزمي ورزشونو د لوبغاړو ترڅنګ، د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله یا افغان ابدالیان هم په جاپان کې په دغو سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بيبيسي ته ویلي، تېرو تجربو ته په کتو هیله لري چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري. د افغانستان کرېکټ بورډ د دروېش رسولۍ په لوبډلمشرۍ، اسحاق رحیمي (وېکټ ساتونکی) حسن عیسی خېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیب الله ځدراڼ، فیصل شینوزاده، فرمان ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
اسيايي لوبې؛ د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله جاپان ته ولاړه – BBC News پښتو
منابع
External sources
اسيايي لوبې؛ د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله جاپان ته ولاړه – BBC News پښتو