نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دریو امریکایی چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ډونالد ټرمپ اداره غواړي د ۱۵۰ څخه زیات افغان مهاجرین د پاکستان په مرسته او همکارۍ بېرته افغانستان ته واستوي. د راپور له مخې، یاد افغان مهاجرین لومړی د امریکا په لوئیزیانا ایالت کې نیول شوي او ټاکل شوې ده چې لومړنۍ اخراجوونکې الوتنه یې د نومبر په دوهمه نېټه ترسره شي. ورځپاڼه لیکي چې د دې پلان له مخې به مهاجرین لومړی د الوتکې له لارې پاکستان ته انتقال شي او بیا به د ځمکې له لارې افغانستان ته ستانه کړل شي. د یادونې وړ ده چې د واشنګټن او د طالبانو د حکومت ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالی د دې لامل شوی چې امریکا ونه شي کولای یاد کسان په مستقیم ډول افغانستان ته ولیږي، او د دې پر ځای یې له دریمو هېوادونو او پاکستان څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی. امریکايي رسنیو څرګنده کړې چې په دې ډله کې ځینې هغه کسان هم شته چې د پخوانیو امریکايي ځواکونو د همکارانو خپلوان دي او تر څنګ یې لږ تر لږه یو همجنسګرا سړی هم په کې شامل دی. د بشر د حقونو فعالان اندېښنه لري چې دا کسان به د واکمنو طالبانو تر واک لاندې له سختو تبعیضونو، ځورونو او حتی د ژوند له جدي ګواښونو سره مخ شي. د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
امریکا د پاکستان په مرسته د ۱۵۰ څخه زیات افغان پناه غوښتونکي اخراجوي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
امریکا د پاکستان په مرسته د ۱۵۰ څخه زیات افغان پناه غوښتونکي اخراجوي | آمو ټلویزیون