Diplomacyافغانستاندریغور

د اسلام‌اباد په پمز روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوي زېږېدلي… — AF International، Bbc

تأیید شدهDiplomacyغور2 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 12:31:32🎙 رادیو را بشنوید

د پاکستان د طبي علومو په انسټېټیوټ (پمز) روغتون کې د نسایي څانګې د ماشومانو په ځانګړې خونه کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. د ژغورنې ادارې ویلي، د پېښې پرمهال د ماشومانو په ځانګړې خونه کې د ۱۶ تازه زېږېدلو ماشومانو له ډلې یوازې یو ماشوم ژغورل شوی. د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پمز په نوم یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي. د پاکستان حکومت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له پېښې وروسته ویلي، په پېښه کې د بې غورۍ په ګناه به مسول کسان سزا وار شي. د پاکستان لومړي وزیر د پلټنو له امر وروسته د روغتیا د وزیر دنده ځنډولې او د کورنیو چارو د یوه پخواني وزیر زاهد خان په مشرۍ یې…

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعDiplomacy
منابع2
به‌روزرسانی2026-08-26 12:31:32

خط زمانی

  1. AF International

    د اسلام‌اباد په پمز روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي

  2. Bbc

    د اسلام اباد یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي – BBC News پښتو

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-26 04:03:52

د اسلام‌اباد په پمز روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي

منبع اصلی

External sources

BbcPS
2026-08-26 09:29:53

د اسلام اباد یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button