KabulPoliticsافغانستاندری

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-23 12:08:26🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري؛ د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» تر عنوان لاندې د ژبو علمي بنسټونو د پیاوړتیا، په لیکلارو کې د همغږۍ رامنځته کولو او د ادبي او فرهنګي معیارونو د لوړولو په موخه پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ؛ نن د ملي موزیم په تالار کې پیل شو. په دغه ورکشاپ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي او د دغه وزارت رئیسانو، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، د علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون استازو، استادانو، څېړونکو، ژبپوهانو او لیکوالانو ګډون کړی و.د ورکشاپ په پیل کې د خلکو د فرهنګ رئیس حافظ سیف الرحمن محمدي، د ورکشاپ د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "د ژبو عالي شورا کمېسیون د هېواد د ژبو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه رامنځته شوی، څو د هېواد د ملي او نورو ژبو لپاره یو شان لیکدودونه چمتو او ترتیب کړي."وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د ژبو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د انسان غوره والی په ژبه او علم پورې تړاو لري. هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ژمن دی او په اسلامي نظام کې د ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تعصب لپاره هېڅ ځای نشته.د شیخ طیبي په وینا؛ د اسلامي نظام دښمنان تل هڅه کوي چې د اختلافاتو په رامنځته کولو سره د هېواد خلک په بېلابېلو ډلو ووېشي؛ خو اسلامي امارت به د دا ډول اقداماتو ته اجازه ورنه کړي. هغه د ورکشاپ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د هېواد د ژبو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې پوره همکارۍ وکړي.دغه راز د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهاند اجمل ښکلي، د دري ژبې او ادبیاتو څانګې استاد پوهاند روضت الله مجید، د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب رئیس مفتي محمد حلیم شاکر، استاد محمد معصوم هوتک او د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي؛ د واحد لیکدود په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د پښتو او دري ژبو په لیکلارو کې ځینې توپیرونه شته او د دغه ورکشاپ موخه د همدې توپیرونو ارزونه او د دواړو ژبو لپاره د واحد او معیاري لیکدودونو چمتو کول دي؛ څو په علمي، ښوونیزو، اداري او فرهنګي برخو کې په همغږې توګه ترې استفاده وشي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-23 12:08:26

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي – فرهنګي ورکشاپ پیل شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-23 11:14:44

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي – فرهنګي ورکشاپ پیل شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button