Summary: د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په مرکزي څلورلارې کې د ۲۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه سوداګریز کمپلکس به پر پنځه جریبه ځمکه جوړ شي، چې بلاکونه، ۵۱۲ سوداګریز دوکانونه او یوه عمومي تل خونه ولري او د جوړولو چارې به یې د دوو کلونو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د امام صاحب ولسوالۍ ښاروالۍ استازي عبدالفتاح نظري باختر اژانس ته ویلي چې د دغې پروژې موخه د ښار پراختیا او ښکلا، د یوه منظم سوداګریز مرکز رامنځته کول او د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د کاري او اقتصادي فعالیتونو د زمینې برابرول دي.ورته مهال، د کندز ولایت د مقام مرستیال مولوي حبیبالرحمن صهیب د دغې پروژې د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په هېواد کې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لړۍ روانه ده او هڅه کېږي، چې له شته امکاناتو څخه د هېواد د ابادۍ او پراختیا لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي.د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دغې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د ښاري پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د اقتصادي فعالیتونو د ودې په برخه کې مهم ګام وباله.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کندز کې د ۲۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
کندز کې د ۲۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یو سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې