کابل (پژواک، ۱۴چنګاښ ۱۴۰۵): د مراکش او فرانسې ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۱۶غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده. د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د مراکش او کاناډا، د فرانسې او پراګوای لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې. په یادو سیالیو کې یوه لوبه د فرانسې او پاراګوای لوبډلو ترمنځ د امریکا د فیلاډلفیا فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه چې یو پر صفر فرانسې وګټله او په دغو سیالیو کې د اتو غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه. د فرانسې لوبډلې د بریا لپاره یوازېنې ګول کېلیان امباپه د لوبې په ۷۰مه دقیقه کې د پنالټۍ له لارې ترلاسه کړ. د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې بله لوبه د مراکش او کاناډا ملي لوبډلو ترمنځ د امریکا متحده ایالتونو په هاسټن لوبغالي کې ترسره شوه چې ۳ پر صفر مراکش وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۸ غوره لوبډلو «کوارټر فاینل» ته یې لار ومونده. د مراکش لوبډلې لپاره عزالدین اوناحي د لوبې په ۵۳مه دقیقه لومړۍ او په ۸۲مه دقیقه کې دویم ګول وواهه، دغه راز سفیان رحیمي د ۹۰+۷ د اضافي وخت په اوومه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش او فرانسه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووتل
سرچینې
Afghan sources
د فوټبال نړۍوال جام؛ مراکش او فرانسه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووتل