Summary: د افغانستان اسلامي امارت د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، نن د الشفاء روغتون د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه. د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پیل کې د الشفاء روغتون د پلاوي غړيو، د دغه روغتون د فعالیتونو او ترسره شویو کړنو په اړه راپور وړاندې کړ. وروسته، د اړوندو موضوعاتو لکه د ساختماني چارو د پرمختګ او چټکتيا، د اکسیجنپلانټ د برابرولو، نصب او فعالولو، د طبي تجهیزاتو او نورو مواردو په اړه بحث او ارزونه شوې ده. په ناسته کې همدارنګه، د ډاکټرانو او متخصصینو د ګومارنې، د روغتون د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهیزاتو د پېرلو او ډاکټرانو او متخصصینو ته د روزنیزو فرصتونو برابرولو په اړه هراړخیز بحث شوی دی. د ناستې په پای کې، د الشفاء روغتون د چارو چټکتيا، ژر فعالېدو او ګټه اخیستنې ته د سپارلو په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د الشفاء روغتون د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه