ملګرو ملتونو په یوه نوي ۱۸۲ مخیز راپور کې ویلي، هغه ۱۹۵ کسان چې په افغانستان کې د دوو لسیزو د جګړو قربانیان دي، نږدې ټولو ویلي چې له عاطفي او رواني صدمو سره مخ شوي دي. د دغه راپور له مخې، ډېری قربانیان تر اوسه له جسمي زیانونو، مالي تاوانونو او عدالت د نشتوالي له ستونزو رنځ وړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دا راپور چې «هېر شوي: په افغانستان کې د وسله والو نښتو له لسیزو وروسته د قربانیانو حقونه» نومېږي، له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مه د طالبانو تر بیا واکمنېدو پورې جګړې څېړلې دي. دا راپور د ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. یوناما وایي، د مرکه شویو کسانو ۹۵ سلنه وایي چې له عاطفي او رواني پلوه زیانمن شوي، چې خپګان، تشویش او د بدو پېښو پرله پسې یادېدل پکې شامل دي. ځینو قربانیانو ویلي چې د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو وروسته یې د ځان وژنې فکرونه هم کړي دي. همداراز ۵۸ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې د جګړو له امله جسمي زیانمن شوي، چې ډېری یې تر اوسه له مزمنو دردونو یا معلولیت څخه ځورېږي او لګېدلو ټپونو د هغوی د کار او زده کړو مخه نیولې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
یوناما: د افغانستان ۹۵ سلنه د جګړې قربانیان له رواني صدمو سره مخ دي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
یوناما: د افغانستان ۹۵ سلنه د جګړې قربانیان له رواني صدمو سره مخ دي | آمو ټلویزیون