افغانستانامنیت

د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د تولید وړتیا لوړولو په اړه… — Bakhtar

DevelopingSecurity1 sourcesUpdated 2026-06-28 23:30:17

Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د ماهیپر برېښنا تولید بند د لومړي توربین (جنراتور) رغونې پروژې د قراردادي شرکت له رئیس ګنای کوسه سره کتلي دي. په دې کتنه کې د یادې پروژې د پرمختګ، تخنیکي چارو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د قراردادي شرکت رئیس د پروژې روانو چارو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې شرکت یې چمتو دی د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي ارزونې او رسمي تائید په صورت کې، د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د تولید ظرفیت له ۲۲ مېګاواټو څخه ۲۶ مېګاواټو ته لوړ کړي. دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ویلي چې د توربین تولید ظرفیت لوړول یوه مهمه تخنیکي موضوع ده او په دې برخه کې به د ټولو تخنیکي اړخونو له هر اړخیزې ارزونې، دقیقې سنجونې او د اړوندو تخنیکي مسئولینو له تائید او موافقې وروسته لازم تصمیم ونیول شي. د قراردادي شرکت رئیس هم د برېښنا نورو کوچنیو تولیدي بندونو په برخه کې پر پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Last update2026-06-28 23:30:17

Timeline

  1. Bakhtar

    د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د تولید وړتیا لوړولو په اړه خبرې وشوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-28 16:26:32

د ماهیپر برېښنا بند د لومړي توربین د تولید وړتیا لوړولو په اړه خبرې وشوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button