Newsافغانستانپښتولوګر

لوګر کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوې دیني مدرسې ته… — Bakhtar

روان خبرNewsلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-06-29 11:29:59🎙 راډیو واورئ

Summary: د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په منګل درې سیمه کې د انوارالعلوم په نوم یوې دیني مدرسې ته د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ د ازرې ولسوالۍ د پوهنې امریت په همغږۍ د سیمې قومي مشرانو او عامو اوسېدونکو په مالي ملاتړ جوړېږي.د نوموړي په وینا، په دې ودانۍ کې به ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یو کتابتون، یو پخلنځی او د تشنابونو څلور غرفې جوړې شي او ټاکل شوې د جوړېدو چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.نوموړي زیاته کړې، چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د یادې مدرسې لپاره خپله یونیم جریب شخصي ځمکه هم د پوهنې ریاست ته وقف کړې ده.د یادونې وړ ده، چې د انوار العلوم دیني مدرسه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-06-29 11:29:59

مهالوېش

  1. Bakhtar

    لوګر کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-29 10:40:09

لوګر کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button