KabulPoliticsافغانستاندری

انټونیو ګوټریش په درې ورځني سفر سوریې ته تللی — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-25 09:02:15🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د درې ورځني سفر لپاره د سوریې پلازمېنې دمشق ته تللی دی. فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ګوټریش نن (شنبه) د یوه پلاوي په مشرۍ دمشق ته سفر کړی دی. د راپور له مخې، ګوټریش به په دغه درې ورځني سفر کې د سوریې د سیاسي لېږد له بهیره خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي. په همدې حال کې، د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړۍوال هوايي ډګر کې د ګوټریش او د هغه د مل پلاوي هرکلی کړی دی. ټاکل شوې چې ګوټریش د سوریې له لنډمهال ولسمشر احمد الشرع سره هم وګوري او خبرې وکړي. ګوټریش په تېرو ۱۷ کلونو کې د ملګرو ملتونو لومړنی سرمنشي دی چې دمشق ته سفر کوي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک له دغه سفر مخکې ویلي وو: «د ملګرو ملتونو سرمنشي به ټینګار وکړي چې اوسنی فرصت د سوریې لپاره د داسې راتلونکي د بنسټ اېښودو زمینه برابروي چې د ټولو سوریایانو لپاره به لا باثباته، ټول‌شموله او هوسا وي.»

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-25 09:02:15

خط زمانی

  1. Pajhwok

    انټونیو ګوټریش په درې ورځني سفر سوریې ته تللی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-25 13:29:34

انټونیو ګوټریش په درې ورځني سفر سوریې ته تللی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button