اروپايي مشرانو د اوکراین د سولې په خبرو کې د اروپا د امنیتي نظم د بدلون لپاره د روسیې هڅې رد کړې. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې واشنګټن او مسکو د دې موضوع په اړه خبرې پیل کړې دي او اروپا باید په دې برخه کې هوښیاره وي. دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۲مه) د نري رنځ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰،۶ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۱،۱ میلیونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د راپور له مخې، د نري رنځ له امله د مړینو کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه راټیټه شوې او له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې ناروغۍ درملنې د اټکل له مخې د ۸۶ میلیونه کسانو ژوند ژغورلی دی. په دې توګه نړۍ د روغتیا نړیوال سازمان د «نري رنځ د له منځه وړلو» د تګلارې د مړینې لومړنی هدف ترلاسه کړی، خو له ټاکلي مهالوېش څخه پنځه کاله وروسته. د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس ټېډروس ادهانوم غیبریسوس ویلي، د نري رنځ د پېښو او مړینو دوامداره کمښت هیلهبښونکی دی، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو د روغتیايي مرستو د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي. هغه ویلي: «ډېرو حکومتونو د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
اروپايي مشرانو د اروپا د امنیتي نظم د بدلولو په اړه د پوتین غوښتنه رد کړه
سرچینې
Afghan sources
اروپايي مشرانو د اروپا د امنیتي نظم د بدلولو په اړه د پوتین غوښتنه رد کړه