Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۱۸۲ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د وږي ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۸۶ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۲۶ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۵۶ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې پرون همدارنګه په تورخم کې له ۷۸ کورنیو، سپین بولدک کې له ۲۷ کورنیو، نیمروز کې له ۶ کورنیو هرات کې له ۱۴ کورنیو او کابل کې له ۳۵ کورنیو سره مرسته هم شوې ده. د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۹۳۷ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۱۰۶۲مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي. راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۱۱۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
Sources
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۲۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي