Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، نن په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د نورستان په استقامت له ډیورنډ کرښې د مخربو وسله والو عناصرو د راوښتلو په تړاو یې قاطع اعتراض لیک ورته سپارلی دی. باختر اطلاعاتي اژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الثاني ۱۳مه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د شر و فساد عناصرو او داعش فتنهګرو کوښښ وکړ چې له ډېورنډ کرښې، د پاکستاني پوځي رژیم په مستقیمه مرسته او لارښوونه، راواوړي او په یاده سیمه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو، لله الحمد، د افغانستان اسلامي امارت امنیتي ځواکونو یې د الله تعالی په نصرت مخه ونیوله او د خپلو پلانونو عملي کولو ته پرې نه ښودل." د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځي رژیم له لوري تر خپل تسلط لاندې سیمو کې مخربو عناصرو ته د جلب او جذب، انسجام، روزنې او تجهیز د مرکزونو زمینه برابرول او بیا د پاکستاني پوځ په مستقیمې لارښوونې د ډیورنډ کرښې دې غاړي ته د هغوی رهنمايي او سوق کول؛ په کلکو ټکو غندلي دي. د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان پوځي رژیم دغه اقدامات د افغانستان د حاکمیت او حریم ښکاره نقض او د اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللي او خبرداری يې ورکړی چې د ورته بې مسئولیته او غیر سنجیده کړنو دوام او د ناوړه عواقبو مسئولیت به یې په بشپړه توګه د پاکستان د پوځي رژیم پر غاړه وي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ