Englishافغانستانامنیت

د پاکستان تحریک انصاف ګوند خپل «احتجاجي تحریک» سند ته غځوي — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-01 05:55:00🎙 Listen to radio

شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، چې د یادې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعې ژر بشپړېدل او د شته څو ډوله ترانسپورتي لارو پراخ استعمال اړین دی. هغه دغه رېل‌پټلۍ د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلونې د پراختیا او پاکستان بندرونو ته د ازبکستان د لاسرسي لپاره مهمه پروژه وبلله. درې واړه هېوادونو د تېرکال په چنګاښ میاشت کې د یادې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د ترسره کولو پر سر هوکړه کړې وه؛ خو د رېل‌پټلۍ د جوړولو عملي کار لاتراوسه نه‌دی پیل شوی. تر دې وړاندې د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویلي و، چې د ټرانس‌-افغان رېل‌پټلۍ د جوړولو لګښت زیات شوی او د نویو ارزونو له مخې ښايي تر ۷ مېلیارد ډالرو واوړي. د یادې پروژې لګښت مخکې شاوخوا ۴.۶ مېلیارد ډالره اټکل شوی و. دغه ټینګار داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی پر ډیورنډ کرښه د نښتو او په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو لامل شوی دی. پر ډیورنډ کرښه نښتې د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو او سوداګریزو راکړو ورکړو د درېدلو لامل شوې دي. پاکستان هڅه کړې، چې د افغان کډوالو په اېستلو او د سوداګریزو اړیکو په درولو سره پر طالبانو فشار زیات کړي او د پاکستان په اړه…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-01 05:55:00

Timeline

  1. AF International

    د پاکستان تحریک انصاف ګوند خپل «احتجاجي تحریک» سند ته غځوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-01 05:22:40

د پاکستان تحریک انصاف ګوند خپل «احتجاجي تحریک» سند ته غځوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button