Summary: د نیمروز ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې ۹۲ تنه په نشهيي توکو روږدي کسان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد «قدرت» باختر اژانس ته ویلي، چې یاد روږدي کسان د صادق نظري له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.نوموړي زیاته کړې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امنیتي ادارو هڅې دوام لري او روږدي کسان د درملنې او بیا عادي ژوند ته د ستنېدو په موخه اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل کېږي.
Quick facts
Locationنیمروز
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-05 13:32:38
Timeline
-
Bakhtar
نیمروز کې لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-05 10:29:53
نیمروز کې لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول