EnglishHealthKabulافغانستان

ملا برادر: افغانستان کولای شي سوېلي او منځنۍ اسیا د ترانزیټ ډېټا له… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-26 10:47:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د مخابراتو او ټکنالوجۍ د لومړني نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د ټکنالوجۍ پر پراختیا او د افغانستان لپاره د داسې زمینې پر برابرولو ټینګار کړی چې له سیمې او نړۍ سره د سیالۍ وړتیا پیدا کړي. ملا برادر اخند د دغه نندارتون د پرانیستې پر مهال په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه، مړه شوو کسانو ته یې د مغفرت او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا دعا وکړه. هغه وویل چې په اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ او ارتباطي وسایلو پرمختګ د هېوادونو له مهمو لومړیتوبونو شمېرل کېږي او نړۍواله سیالي هم تر ډېره په دې برخه کې د پرمختګ له کچې سره تړاو لري. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د اوسنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د مخابراتو او ټکنالوجۍ برخې پراختیا مهمه دنده ده او افغانستان هڅه کوي چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې په تدریجي ډول له سیمې او نړۍ سره همغږی شي. هغه د ټکنالوجۍ برخه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم وباله او ویې ویل چې افغانستان کولای شي د ترانزیټ ډېټا له لارې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي. ملا برادر دغه‌راز وویل چې په تېرو کلونو کې د مخابراتو او ټکنالوجۍ برخه کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-26 10:47:01

Timeline

  1. Pajhwok

    ملا برادر: افغانستان کولای شي سوېلي او منځنۍ اسیا د ترانزیټ ډېټا له لارې ونښلوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-26 15:14:38

ملا برادر: افغانستان کولای شي سوېلي او منځنۍ اسیا د ترانزیټ ډېټا له لارې ونښلوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button