EconomyKabulافغانستان

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ «د سوداګرۍ شورا» رامنځته کولو په موخه هوکړه‌لیک… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 sourcesUpdated 2026-06-28 13:04:14

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۵): په بشکیک کې د افغان ـ قرغيز سوداګریز فورم ناسته کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ «د سوداګرۍ شورا» رامنځته کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. په بشکیک کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان ـ قرغيز سوداگریز فورم ناسته، د افغانستان او قرغیزستان د دولتي ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکټورونو استازو او چارواکو په گډون ترسره شوه. سرچینه زیاتوي، په بشکیک کې د افغان سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداگرۍ، پانګونې، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراخ ظرفیت یادونه وکړه او ډاډ یې څرگند کړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداگریزو اړیکو د پیاوړتیا او گډو اقتصادي نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکوي خبرپاڼه کې راغلي، دغه‌راز د افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ خونو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا برخه کې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ. افغان سفارت لیکلي چې د فورم په ترڅ کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ “د سوداګرۍ شورا” رامنځته کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې د دواړو هېوادونو د سوداگرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا، گډو نوښتونو د همغږۍ او اقتصادي پروژو د ودې او ملاتړ برخو کې فعالیت لا پراخ کړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Last update2026-06-28 13:04:14

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ «د سوداګرۍ شورا» رامنځته کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-06-28 06:44:11

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ «د سوداګرۍ شورا» رامنځته کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button