د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ وايي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او د افغانستان په خاورې پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ۲۹ تنه د ټي ټيپي او جماعتالاحرار وسلهوال وژلي دي. له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پاکستاني پوځ تېره شپه د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د مرورې ولسوالیو په یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا بریدونه په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو پر مرکز د شنبې د ورځې د هاخوا برید په ځواب کې شوي چې پکې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو. د پاکستان پوځ وایي په کراچۍ کې یې یو تن نیولی چې اقرار یې کړی یو اونۍ وړاندې د افغانستان له جلالاباد څخه پاکستان ته د برید لپاره راغلی و. مجاهد پرخپله ایکس پاڼه د ځینو انځورونو د خپرولو تر څنګ لیکلي دي: « په دغو بریدونو کې د ښځو ا وماشومانو په ګډونه لسګونه ملکي وګړي، وژل شوي او ټپیان شوي دي.» طالب ویند دا بریدونه «بزدلانه عمل، تجاوز، جنایت او وحشت» بللي اوغندلي یې دي. تر دې وړاندې سیمه ییزو سرچینو ویلي و چې د پاکستان د هوایي بریدونو له امله تر دې دمه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۴۰…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
پاکستان تېره شپه په افغانستان کې وژلي کسان تروریستان وبلل | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
پاکستان تېره شپه په افغانستان کې وژلي کسان تروریستان وبلل | آمو ټلویزیون