EconomyKabulافغانستاندری

د افغان – ترکمن ګډ نندارتون د جوړولو پرطرحې خبرې وشوې — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-05 13:29:19🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار افغانستان کې د ټاپي پروژې رئیس بګنج عبدالله یوف سره لیدنه کې د ټاپي پروژې چارو د پرمختګ او د کابل او عشق اباد ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې. ښاغلي اسلام جار په دغه ناسته کې د افغانستان تورغونډۍ او ترکمنستان سرحداباد سیمو کې د افغان – ترکمن ګډ نندارتون جوړولو وړاندیز وکړ او دغه اقدام یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو پراختیا په برخه کې ګټور وباله.ورته مهال د ټاپي پروژې رئیس د ټاپي پروژې پرمختګ برخه کې د سیمه ییزې ادارې همکاریو ستاینه وکړه او دا یې د یادې پروژې د چارو چټکتیا برخه کې مهم یاد کړ.هغوی همداراز د افغان – ترکمن ګډ نندارتون جوړولو وړاندیز وستایه او ویې ویل، چې دغه وړاندیز به د ترکمنستان اړوند چارواکو سره شریک کړي څو د څېړلو وروسته د عملي کېدو لپاره یې پرېکړه وشي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-05 13:29:19

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغان – ترکمن ګډ نندارتون د جوړولو پرطرحې خبرې وشوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-05 10:57:57

د افغان – ترکمن ګډ نندارتون د جوړولو پرطرحې خبرې وشوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button