کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د ناروې د ژغورنې ادارې مسوولین وایي، د دغه هېواد په سوېل کې د پراخې اورلګېدنې له امله تر سلو ډېر کورونه ویجاړ شوي او سلګونه کسان له سیمې ایستل شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه د جمعې په ورځ د ناروې پلازمېنې اوسلو لوېدیځ ته شاوخوا ۵۰ کیلومتره لرې، درامن ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، تېزو بادونو د اور مهارولو عملیات له ستونزو سره مخ کړي وو، خو تر اوسه د ځاني زیان یا د چا د نادرکه کېدو راپور نه دی ورکړل شوی. سرچینې لیکلي چې تر ۶۰ ډېرو اوروژونکو د اور مړ کولو په عملیاتو کې برخه اخیستې او چورلکې هم پر لمبو د اوبو شیندلو لپاره سیمې ته استول شوې وې. رویټرز لیکلي چې پولیسو سلګونه کسان له استوګنیزې سیمې ایستلي او اور شاوخوا ځنګلونو ته هم سرایت کړی و.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
په ناروې کې اورلګېدنې تر سلو ډېر کورونه ویجاړ کړي
Sources
Afghan sources
په ناروې کې اورلګېدنې تر سلو ډېر کورونه ویجاړ کړي