د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هسپانیې استازې د ۵۵ غړو او ناظر هېوادونو په استازیتوب په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک او بنسټیز تبعیض د «جنسیتي اپارتاید» بېګله بللې ده. انا خیمنس ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو مخه ونیسي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا د طالبانو له خوا په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته د تولید لومړنی پاموړ زیاتوالی دی. که څه هم د کرکېلې او تولید کچه لا هم د بندیز تر مخه له ثبت شویو شمېرو ټیټه ده، خو د ملګرو ملتونو اداره وايي، بزګران د بندیز د پلي کېدو د مخنیوي لپاره نوې لارې کاروي. د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې چې ځینې بزګران د غلو دانو په کروندو او دېواللرونکو انګړونو کې د کوکنارو کوچنۍ برخې پټوي. ځینې نور بیا د کوکنارو کرکېله او حاصلات په بېلابېلو وختونو کې ترسره کوي، څو د څارونکو له نظره پټ پاتې شي. د دې ادارې اجراییوي مشرې مونیکا جوما ویلي: «د کوکنارو د کرکېلې څلور برابره زیاتوالی ښيي چې د ناقانونه تریاکو د تولید د کمښت ساتل څومره ستونزمن دي، کله چې بېوزله بزګران د خپلو کورنیو د مړولو لپاره بله لار ونه لري.» هغې د طالبانو له…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د هسپانیې استازې: د ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسۍ د جنسیتي اپارتاید بېلګه ده
Sources
Afghan sources
د هسپانیې استازې: د ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسۍ د جنسیتي اپارتاید بېلګه ده