EnglishSportsافغانستانغور

افغان ورزشکار نادر صوفي‌زاده د قرغیزستان په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډال… — AF International

DevelopingSportsغور1 SourcesUpdated: 2026-09-01 17:56:07🎙 Listen to radio

افغان ورزشکار نادر صوفي‌زاده د قرغیزستان په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال په نړیوالو سیالیو کې د ازاد کورش په برخه کې د برونزو مډال ترلاسه کړ. صوفي‌زاده دغه مډال د ایټالیا، جورجیا او ارمینیا لوبغاړو ته تر ماتې ورکولو وروسته وګاټه. د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له نهو لوبغاړو سره برخه اخیستې وه. له دې ډلې شپږو لوبغاړو د مبارزې یا کیوروګي او درېیو لوبغاړو د پومسې په برخو کې سیالۍ وکړې. د سیالیو لړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پیل شوې وه. د پومسې سیالۍ په لومړۍ ورځ ترسره شوې، په داسې حال کې چې د کیوروګي سیالۍ د زمري په ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. په پومسه برخه کې سیدرضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمدګل محمدي د افغانستان استازي وو. د دغو سیالیو په پای کې محمدګل محمدي وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي. عبیدالله شیرزي هم د فورمونو په ښه او اغېزناک ترسره کولو سره غوره وړتیا وښوده او د «غوره فعالیت» جایزه یې ترلاسه کړه. د مبارزې یا کیوروګي په برخه کې د افغانستان ملي لوبغاړو ونه‌شوای کولای چې مډال وګټي. احسان رحیمي، حکمت‌الله زین، عذیر رشید، محمد اشرف شکران، امید سهاک او علي‌اکبر امیري د کیوروګي په برخه کې د افغانستان استازي وو او هر یوه یې د سیالیو لوړو پړاوونو ته د رسېدو لپاره له…

Quick facts

Locationغور
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-01 17:56:07

Timeline

  1. AF International

    افغان ورزشکار نادر صوفي‌زاده د قرغیزستان په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-01 15:32:02

افغان ورزشکار نادر صوفي‌زاده د قرغیزستان په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button