EnglishSportsافغانستانغور

په غور کې د فوټبال غوره لیګ اتلولي د امیدشیخ‌ها لوبډلې خپله کړه — Bakhtar

DevelopingSportsغور1 SourcesUpdated: 2026-10-16 18:52:15🎙 Listen to radio

Summary: د غور ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې د اتو لوبډلو ترمنځ له دوو میاشتو راهیسې روانې وې، د امیدشیخ‌ها لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د غور ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول جان‌محمد حیدري باختر اژانس ته وویل، چې د دغو سیالیو پایلوبه د امیدشیخ‌ها او خواجه‌بهار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې امیدشیخ‌ها لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٦_٠ په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د نوموړي په وینا، د کوهستان او القدس لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل. همدارنګه، د امیدشیخ‌ها لوبډلې لوبغاړي عبدالظاهر یوسفي د ۱۱ ګولونو په وهلو د لیګ ګول‌ وهونکي لقب، فهیم سلطاني د غوره لوبغاړي او رمضان د غوره دروازه‌ساتونکي جایزې ترلاسه کړې.

Quick facts

Locationغور
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-16 18:52:15

Timeline

  1. Bakhtar

    په غور کې د فوټبال غوره لیګ اتلولي د امیدشیخ‌ها لوبډلې خپله کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-16 14:36:37

په غور کې د فوټبال غوره لیګ اتلولي د امیدشیخ‌ها لوبډلې خپله کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button