Summary: د غور ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې د اتو لوبډلو ترمنځ له دوو میاشتو راهیسې روانې وې، د امیدشیخها لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د غور ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول جانمحمد حیدري باختر اژانس ته وویل، چې د دغو سیالیو پایلوبه د امیدشیخها او خواجهبهار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې امیدشیخها لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٦_٠ په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. د نوموړي په وینا، د کوهستان او القدس لوبډلو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه خپل کړل. همدارنګه، د امیدشیخها لوبډلې لوبغاړي عبدالظاهر یوسفي د ۱۱ ګولونو په وهلو د لیګ ګول وهونکي لقب، فهیم سلطاني د غوره لوبغاړي او رمضان د غوره دروازهساتونکي جایزې ترلاسه کړې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
په غور کې د فوټبال غوره لیګ اتلولي د امیدشیخها لوبډلې خپله کړه
سرچینې
Afghan sources
په غور کې د فوټبال غوره لیګ اتلولي د امیدشیخها لوبډلې خپله کړه