EnglishKabulافغانستانامنیت

پزشکیان: تر څو مو غوښتنې پوره نشي، له امریکا سره خبرې نه کوو — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-20 19:17:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ته ویلي، تر هغه پورې چې د تهران غوښتنې نه وي پوره شوې، له واشنګټن سره به خبرې ونه کړي. د رویټرز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر نن په تهران کې د پاکستان له لوی درستیز سره د منځګړیتوب پر هڅو او سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې کړې دي. راپور کې راغلي چې عاصم منیر د ایران د پارلمان له مشر محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي. قالیباف ویلي چې واشنګټن تر هغه د تهران باور نه شي ترلاسه کولای، تر څو چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران اووه شرطونه پوره نه کړي. سرچینې لیکلي چې د ایران په شرطونو کې د دغه هېواد پر بندرونو د امریکا د محاصرې پای ته رسول، د ایران د نفتو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو درول شامل دي. د راپور له مخې، د ایران یوه امنیتي چارواکي محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په جلا لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او ویلي یې دي چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به له واشنګټن سره خبرې ونه شي. رضايي زیاته کړې چې د ایران د غني شوو یورانیمو ټولې زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. نوموړي په…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-20 19:17:17

Timeline

  1. Pajhwok

    پزشکیان: تر څو مو غوښتنې پوره نشي، له امریکا سره خبرې نه کوو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 23:44:17

پزشکیان: تر څو مو غوښتنې پوره نشي، له امریکا سره خبرې نه کوو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button