د بګرامیو ـ لتهبند سړک د لومړۍ برخې جوړلو چارو کې ۷۰ سلنه… — Pajhwok
کابل (پژواک) – د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ـ جلالاباد تر سړک پورې د بګرامیو ـ لتهبند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارو کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی او ټاکل شوې دغه برخه د روان کال تر پایه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د خبرپاڼې له مخې، دغه سړک ۳ زره او ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه د دغه سړک د ۲ زره او ۱۵۰ مترو برخې د قیر اچولو چارې بشپړې شوې او د پاتې برخو چارې یې روانې دي. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د یوه لوی پله، څو پلګوټو، ۷ زره متر مربع استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، تمځایونو، څراغونو او د سړک د کرښو اچولو چارې شاملې دي. د سرچینې په وینا، د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي. کابل ښاروالۍ زیاته کړې چې د دواړو برخو په بشپړېدو سره به د کابل ښار د سړکونو شبکه پراخه او په ځانګړې توګه د ښار د سوېلي او ختیځو سیمو اوسېدونکو ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د بګرامیو ـ لتهبند سړک د لومړۍ برخې جوړلو چارو کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی
منابع
Afghan sources
د بګرامیو ـ لتهبند سړک د لومړۍ برخې جوړلو چارو کې ۷۰ سلنه پرمختګ شوی