DevelopmentEnglishافغانستانپکتیکا

پکتیکا کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو کوڅو… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-08-22 12:03:02🎙 Listen to radio

Summary: د پکتیکا ولایت د ښرنې ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار په درېیو بېلابېلو سیمو کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو عمومي کوڅو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي. د ښرنې ښاروال مولوي محمد نبي حمزه باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي او د ملت پارک، د پوهنې ریاست او د ښرنې جامع جومات په سیمو کې به درې عمومي کوڅې کانکرېټ شي.نوموړي زیاته کړه، چې د یادو کوڅو ټول مساحت ۴ زره متره مربع دی او ټاکل شوې ده، چې د جوړولو چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې او ښاري اسانتیاوې به لا پراخې شي.ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو ټولګټو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-22 12:03:02

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیکا کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو کوڅو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-22 11:34:28

پکتیکا کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو کوڅو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button