Politicsافغانستانخوستدری

د هېواد په درې ولایتونو کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-25 08:28:38🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د وروستیو اورښتونو له امله په خوست، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او له کبله یې عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. سرچینو باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د خوست ولایت د اسماعیل‌ خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوکانو کلي کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله یو تن مړ شوی او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.ورته مهال د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، چې د دې ولایت په درې ولسوالۍ کې درې بابه ودانۍ، ۳۵ دوکانونه زیانمن شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.د کاپیسا ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئیس مولوي محمد صابر احمد باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د دې ولایت په اله سای، تګاب، نجراب او کوه بند ولسواليو کې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د ښاغلي صابر په وینا، کاپیسا کې وروستیو سېلابونو ۱۷ کورونه په بشپړ ډول او ۶۱ نور کورونه په نسبي ډول ویجاړ کړي دي.‏دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو له امله مرګوني سېلابونو راووتلي وو چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-25 08:28:38

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د هېواد په درې ولایتونو کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-25 06:31:26

د هېواد په درې ولایتونو کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button