Summary: د وروستیو اورښتونو له امله په خوست، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او له کبله یې عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. سرچینو باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په دوکانو کلي کې د وروستیو سختو سېلابونو له امله یو تن مړ شوی او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.ورته مهال د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وايي، چې د دې ولایت په درې ولسوالۍ کې درې بابه ودانۍ، ۳۵ دوکانونه زیانمن شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.د کاپیسا ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئیس مولوي محمد صابر احمد باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د دې ولایت په اله سای، تګاب، نجراب او کوه بند ولسواليو کې د راوتلو سېلابونو له امله خلکو ته شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی. د ښاغلي صابر په وینا، کاپیسا کې وروستیو سېلابونو ۱۷ کورونه په بشپړ ډول او ۶۱ نور کورونه په نسبي ډول ویجاړ کړي دي.دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د اورښتونو له امله مرګوني سېلابونو راووتلي وو چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د هېواد په درې ولایتونو کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي
Sources
Afghan sources
د هېواد په درې ولایتونو کې وروستیو سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي