Economyافغانستانپښتو

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي — AF International

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-12 09:57:33🎙 راډیو واورئ

د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بورسونه د e-VidyaBharati (e-VB) پروګرام په چوکاټ کې او د i-Learn پورټل له لارې وړاندې کېږي. غوښتونکي کولای شي د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټرساینس، هنرونو او نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلې لوړې زده‌کړې په انلاین ډول ترسره کړي. د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې نېټې به د افغانستان زرو اتباعو ته دغه انلاین تحصیلي بورسونه ورکړل شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو سپارلو وروستۍ نېټه د روان کال د جولای ۲۴مه ده. د خبرپاڼې له مخې، دغه بورسونه د هند په ټاکل شوو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو کې د لیسانس او ماسټرۍ د انلاین پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي. د دغه پروګرام د تنظیموونکو په وینا، په دغو بورسونو کې د زده‌کړو بشپړ لګښت، د نوم‌لیکنې فیس، د ازموینو لګښت او د فراغت سند د صادرېدو لګښت شامل دي. همدارنګه محصلین به په انلاین ډول درسي سرچینو، درسي ویډیوګانو او ازموینو ته لاسرسی ولري.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-12 09:57:33

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هند افغان ځوانانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-12 14:25:15

هند افغان ځوانانو ته زر انلاین تحصیلي بورسونه ورکوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button