د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ لومړی مرستیال امرالله صالح د ملي ژبو او هویت په اړه د طالبانو د یوه چارواکي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې له «ملي ناورین» او «ملي کړکیچ» پرته بل هېڅ شی ملي نه ګڼل کیږي. صیقل د کمبریج افغانستان لړۍ په یوه کنفرانس کې د خپلو خبرو په لنډیز کې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د افغانانو مقاومت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو مبارزه، لا هم دوام لري او نړیوالې ټولنې تر ډېره د طالبانو له واکمنۍ سره د مشروعیت ورکولو ډډه کړې ده. هغه ویلي: «اوسنۍ اساسي ننګونه نور د طالبانو د ماهیت درک کول نه دي، بلکې د هغوی د واک لپاره د یوه باوري بدیل رامنځته کول دي.» د صیقل په وینا، د طالبانو مخالفې ډلې باید د افغانستان د راتلونکي لپاره روښانه لیدلوری، منسجمه تګلاره او عملي سیاسي چوکاټ وړاندې کړي، داسې طرحه چې د حکومتولۍ، عامه خدمتونو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او سیاسي انتقال لپاره عملي پلانونه ولري. هغه ټینګار کړی چې مخالف جریانونه او نړیواله ټولنه باید هغه نیمګړتیاوې هم وڅېړي او حل کړي چې د ده په باور، د طالبانو د بیا واکمنېدو په رامنځته کېدو کې یې ونډه لرله. صیقل وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې هڅې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
صالح: د طالبانو تر واک لاندې خاوره کې له ملي ناورین او ملي کړکېچ پرته بل هېڅ څه ملي نه دي
سرچینې
Afghan sources
صالح: د طالبانو تر واک لاندې خاوره کې له ملي ناورین او ملي کړکېچ پرته بل هېڅ څه ملي نه دي