HealthKabulافغانستانپښتو

د اسرائیلي بریدونو له امله د فلسطینیانو مرګ‌ژوبله دوام لري؛ څلورو نورو کسانو… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-10 10:44:57🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسرائیل په تازه برید کې د دوو ماشومانو په ګډون څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی؛ د تېر کال په اکټوبر کې د اوربند له هوکړې راهیسې هلته د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر له ۵۷۰۰ کسانو اوښتی دی. اسوشیټېډ پرېس نن (پنجشنبه) د غزې ښار د شفا روغتون په حواله راپور ورکړی چې یادو څلورو کسانو د غزې په شمال کې پر بیت‌لاهیا سیمې د اسرائیل په برید کې ژوند له لاسه ورکړی او مړي یې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. دغه برید داسې مهال شوی چې د تېر کال په اکټوبر کې په غزه کې د اوربند له هوکړې سره سره، د اسرائیل بریدونه لا هم دوام لري او له امله یې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې د تېر کال د اکټوبر له لسمې د روان کال د سپټمبر تر دویمې، د اسرائیل په بریدونو کې ۱۳۳۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴۲۹ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د اګسټ له ۲۶مې د سپټمبر تر دویمې، ۳۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۶ نور ټپیان شوي دي. اوچا په غزه کې بشري وضعیت لا هم بحراني بللی او ویلي یې دي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-10 10:44:57

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د اسرائیلي بریدونو له امله د فلسطینیانو مرګ‌ژوبله دوام لري؛ څلورو نورو کسانو ژوند له لاسه ورکړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-10 15:12:48

د اسرائیلي بریدونو له امله د فلسطینیانو مرګ‌ژوبله دوام لري؛ څلورو نورو کسانو ژوند له لاسه ورکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button