کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د کابل ښار په بازارونو کې د پټرولو، ډیزلو، مایع ګاز او بورې بیې لوړې شوي؛ خو د قزاقي اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوي او د امریکایي ډالر ارزښت هم د افغانۍ پر وړاندې لږ کم شوی دی. د کابل ښار د وزیراباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي حکمتالله محمدي پژواک ته وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یو لیټر پټرولو بیه له ۸۰ څخه ۸۷ افغانیو او د یو لیټر ډیزلو بیه له ۷۵ څخه ۷۹ افغانیو ته لوړه شوې ده. همداراز، د کابل ښار د دهنباغ یوه دوکاندار محمدجان امین وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۷ څخه ۶۹ افغانیو ته لوړه شوې ده. د تېلو پلورونکي وایي، د نړیوالو بیو د لوړېدو له امله په کابل ښار کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي. د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رئیس زمري صافي وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې عمده بیه له ۲۶۵۰ څخه ۲۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. خو هغه وایي، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه له ۱۶۰۰ څخه ۱۵۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده. هده وویل، د تقاضا د کمېدو او وارداتو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
کابل کې د تېلو، ګاز او بورې بیې لوړې خو د اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوي دي
سرچینې
Afghan sources
کابل کې د تېلو، ګاز او بورې بیې لوړې خو د اوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوي دي