EconomyKabulافغانستانپښتو

اکثریت رای ورکوونکو د اروپايي ټولنې سره د غړیتوب د خبرو له بیا… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-30 14:53:37🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵):د ایسلنډ د ټولپوښتنې د رسمي پایلو له مخې، ۵۲.۸ سلنه رای ورکوونکو د دې هېواد د اروپايي ټولنې (EU) د غړیتوب د خبرو له بیا پیل سره مخالفت کړی او ۴۷.۲ سلنه یې ملاتړ کړی دی. د ایسلنډ دولتي ټلوېزیون ویلي: «خلکو د اروپايي ټولنې د غړیتوب د خبرو له بیا پیل سره مخالفت وکړ.» په راپور کې راغلي چې دا پایله د اروپايي ټولنې لپاره یوه سیاسي ماتې بلل کېږي، ځکه بروکسل غوښتل ایسلنډ له دې ټولنې سره یوځای شي او د کب نیونې او ځینو نورو موضوعاتو د اختلافونو د حل لپاره یې د جوړجاړي چمتووالی هم ښودلی و. د ایسلنډ حکومت تر ټولپوښتنې مخکې ویلي وو چې دا رایه اچونه به د راتلونکو کلونو لپاره د اروپايي ټولنې د غړیتوب د بحث برخلیک وټاکي. د ایسلنډ لومړۍ وزیرې، کریسترون فروستادوتیر، تر رایه اچونې مخکې ویلي وو، که د «نه» رایه بریالۍ شي، نو د هغې د حکومت د کاري مودې تر پایه، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې دوام کوي، د اروپايي ټولنې غړیتوب به بیا د حکومت په سیاسي اجنډا کې شامل نه شي. د راپور له مخې، د اروپايي ټولنې د غړیتوب پلویانو استدلال کاوه چې غړیتوب به د بانکي پورونو د لوړو سودونو په کمېدو او د ایسلنډ د اقتصادي او سیاسي خوندیتوب په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. خو مخالفانو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-30 14:53:37

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اکثریت رای ورکوونکو د اروپايي ټولنې سره د غړیتوب د خبرو له بیا پیل سره مخالفت وکړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 19:22:10

اکثریت رای ورکوونکو د اروپايي ټولنې سره د غړیتوب د خبرو له بیا پیل سره مخالفت وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button