پلخمري (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د بغلان ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان شوي دي. د بغلان ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه د پلخمري ښار اړوند په سنګسلاخ سیمه کې د یوه موټرسایکل او کرولا موټر د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې موټرسایکلچلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینه زیاتوي، دغهراز دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیلهګي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې چې له امله یې یوه ښځه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور کسان ټپیان شوي دي. د ولایت مقام لیکلي چې د پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانبغلان
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-10-03 05:27:05
خط زمانی
-
Pajhwok
بغلان کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي