Healthافغانستانبغلانپښتو

په بغلان کې دوه ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان… — 8am PA

روان خبرHealthبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 05:27:05🎙 راډیو واورئ

پلخمري (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): د بغلان ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان شوي دي. د بغلان ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه د پلخمري ښار اړوند په سنګ‌سلاخ سیمه کې د یوه موټرسایکل او کرولا موټر د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې موټرسایکل‌چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینه زیاتوي، دغه‌راز دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې چې له امله یې یوه ښځه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور کسان ټپیان شوي دي. د ولایت مقام لیکلي چې د پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 05:27:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بغلان کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-03 09:54:41

بغلان کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button