د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده ته په خطاب کې ویلي: «ملا صاحب ته وایو، چې پر خره سرچپه مه سپرېږه او مه د اسلامي او دنیايي اصولو په مخالف لوري حرکت کوه، ځکه پایله یې د دنیا او اخرت زیان دی». په راپور کې راغلي، د هرات ـ مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو مرکز ګرځېدلی او کولای شي افغانستان د ایران، منځنۍ اسیا، چین او ترکیې ترمنځ په یوه مهم ترانزیټي پل بدل کړي.د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال په جون میاشت کې د طالبانو د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوي ایران ته سفر کړی و او هلته یې د هرات ـ مزارشریف رېل پټلۍ د تخنیکي مشخصاتو، مالي سرچینو او د عملي کېدو پړاوونو په اړه خبرې کړې وې. راپور کاږي، د بلخ او هرات ولایتونو ترمنځ د نوې رېل پټلۍ د جوړېدو اټکلي لګښت ۷۸۰ مېلیون ډالره دی او افغان سوداګریزو بانکونو هم په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د راپور له مخې، ایراني شرکتونه د افغانستان د کاني سرچینو په پراختیا کې د ونډې اخیستو په بدل کې د دغه رېل پټلۍ د جوړولو چارې پر مخ وړي. د هرات ـ مزارشریف پټلۍ د خواف ـ هرات د اوسني…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
شاه محمود میاخېل ملا هبتالله ته: «پر خره سرچپه مه سپرېږه»
منابع
Afghan sources
شاه محمود میاخېل ملا هبتالله ته: «پر خره سرچپه مه سپرېږه»