EnglishKabulPoliticsافغانستان

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ۱۶۹۴ متره برخې رغنیزې چارې بشپړې… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-20 14:43:14🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د حیرتان – مزارشریف مسیر د نایب‌آباد تمځای اړوند د ۱۶۹۴ متره پټلۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برخه د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح او یو شمېر سیمه‌ییزو مسوولینو په حضور کې پرانیستل شوه. د خبرپاڼې له مخې، د نایب‌آباد تمځای د پراختیا او د اړینو تأسیساتو جوړولو په موخه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ترمنځ د څه باندې ۱۶۹.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسلیک شوی و. سرچینه زیاتوي، چې د یاد تړون له مخې د نویو اوسپنیزو لارو، د سوداګریزو توکو د ساتنې هنګرونو، د توکو د بارولو او تخلیې پلېټفارمونو او نورو اړینو تأسیساتو جوړول شامل دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادې پروژې په چوکاټ کې د ۱۶۹۴ متره اوسپنې پټلۍ د اصلي او فرعي کرښو رغنیزې چارې بشپړې شوې، خو د پروژې د پاتې برخو چارې لا هم روانې دي. د ټولګټو وزارت په وینا، د دې پروژې بشپړېدل به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا، د توکو د لېږد په اسانتیا او د اوسپنې پټلۍ د ظرفیت په لوړولو کې مرسته وکړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-10-20 14:43:14

Timeline

  1. Pajhwok

    د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ۱۶۹۴ متره برخې رغنیزې چارې بشپړې شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-20 19:12:33

د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ۱۶۹۴ متره برخې رغنیزې چارې بشپړې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button