ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۲۰مه، د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد ښار کې د پل کیبلي په سیمه کې د طالبانو ترمنځ د یوې سختې نښتې خبر ورکړی دی. عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په سیمه کې د ډزو سخت غږونه اورېدل شوي دي. د نښتې لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو سرچینې وايي چې دواړه ښکېلې خواوې د طالبانو اړوند ځواکونه دي. د سرچینو په وینا، له نښتې وروسته سیمه د خلکو پر مخ تړل شوې ده. لومړني راپورونه ښيي چې په دې نښته کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. عیني شاهدانو زیاته کړې چې اوس مهال نښته درېدلې ده، خو په سیمه کې داسې نښې لیدل کېږي چې ښايي جګړه بېرته پیل شي. د دواړو ښکېلو خواوو جنګیالیو د یو بل پر وړاندې سنګرونه نیولي دي. دا نښته د بزکشۍ یوه میدان ته نږدې شوې ده، چې نن په کې د بزکشۍ سیالي هم روانه وه. د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي. نوموړي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
بدخشان کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې