Healthافغانستانبدخشاندری

بدخشان کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې — AF International

در حال تکمیلHealthبدخشان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-11 13:16:35🎙 رادیو را بشنوید

ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم میاشتې په ۲۰مه، د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د پل کیبلي په سیمه کې د طالبانو ترمنځ د یوې سختې نښتې خبر ورکړی دی. عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په سیمه کې د ډزو سخت غږونه اورېدل شوي دي. د نښتې لامل تر اوسه روښانه نه دی، خو سرچینې وايي چې دواړه ښکېلې خواوې د طالبانو اړوند ځواکونه دي. د سرچینو په وینا، له نښتې وروسته سیمه د خلکو پر مخ تړل شوې ده. لومړني راپورونه ښيي چې په دې نښته کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي. عیني شاهدانو زیاته کړې چې اوس مهال نښته درېدلې ده، خو په سیمه کې داسې نښې لیدل کېږي چې ښايي جګړه بېرته پیل شي. د دواړو ښکېلو خواوو جنګیالیو د یو بل پر وړاندې سنګرونه نیولي دي. دا نښته د بزکشۍ یوه میدان ته نږدې شوې ده، چې نن په کې د بزکشۍ سیالي هم روانه وه. د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، پانګونې او لوژستیک برخې رانغاړي او د دواړو لوریو ترمنځ به د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله وي. نوموړي…

اطلاعات کوتاه

مکانبدخشان
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-11 13:16:35

خط زمانی

  1. AF International

    بدخشان کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-11 12:43:51

بدخشان کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button