Kabulافغانستانامنیتپښتو

سي‌اېن‌اېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 21:34:54🎙 راډیو واورئ

د سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې د یوه تازه راپور پر بنسټ، د افغانستان پلازمېنه کابل ښار ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړ ډول د څښاک له اوبو بې‌برخې شي. راپور زیاتوي چې دا به د نړۍ په کچه لومړنۍ پلازمېنه وي چې د څښاک له اوبو بې برخې کېږي. ۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۵مه، د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په رسمي ډول په افغانستان کې د القاعدې او د طالبانو پر مرکزونو د برید امر صادر کړ. عبدالرشید دوستم چې د متحدې جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له هوايي بریدونو او د متحدې جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو وروسته، چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، نسکور شو. افغانستان انټرنشنل د ښاغلي دوستم دا روایت د تاریخي اهمیت له امله خپروي: «له امریکا سره اړیکه د ازبکستان له لارې ټینګه شوه. د داوود اکه په نوم یو کس چې په اصل کې د امریکا تبعه و او اصلي نوم یې داوود ټایسون دی او په ازبکي ژبه بشپړ برلاسی لري، ماته ټیلیفون وکړ. هغه په روانه ازبکي ژبه راسره خبرې وکړې او ځان یې را وپېژانده….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 21:34:54

مهالوېش

  1. AF International

    سي‌اېن‌اېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-07 19:57:14

سي‌اېن‌اېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button