د سياېناېن ټلوېزیوني شبکې د یوه تازه راپور پر بنسټ، د افغانستان پلازمېنه کابل ښار ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړ ډول د څښاک له اوبو بېبرخې شي. راپور زیاتوي چې دا به د نړۍ په کچه لومړنۍ پلازمېنه وي چې د څښاک له اوبو بې برخې کېږي. ۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۱۳۸۰ کال د تلې په ۱۵مه، د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش په رسمي ډول په افغانستان کې د القاعدې او د طالبانو پر مرکزونو د برید امر صادر کړ. عبدالرشید دوستم چې د متحدې جبهې له مهمو قوماندانانو څخه و، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړه. د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو حکومت، د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له هوايي بریدونو او د متحدې جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو له ځمکنیو عملیاتو وروسته، چې د امریکايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، نسکور شو. افغانستان انټرنشنل د ښاغلي دوستم دا روایت د تاریخي اهمیت له امله خپروي: «له امریکا سره اړیکه د ازبکستان له لارې ټینګه شوه. د داوود اکه په نوم یو کس چې په اصل کې د امریکا تبعه و او اصلي نوم یې داوود ټایسون دی او په ازبکي ژبه بشپړ برلاسی لري، ماته ټیلیفون وکړ. هغه په روانه ازبکي ژبه راسره خبرې وکړې او ځان یې را وپېژانده….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
سياېناېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بېبرخې شي
سرچینې
Afghan sources
سياېناېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بېبرخې شي