په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین له دوه کلن ځنډ وروسته د دغه ولایت له سیمهییزو خبریالانو سره ناسته کړې او هغوی ته یې د طالبانو له ادارې سره د وفادارۍ سپارښتنه کړې ده. خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د ناستې ځای ته له ځان سره ځیرک موبایلونه یوسي. د یاد دفتر په وینا، د پنجشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني او لوګر والیانو، امنیه قوماندانونو، د استخباراتو رییسانو او نورو طالب چارواکو په پکتیا کې د ملا مهرالله حماد په مشرۍ ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د سوېل ختیځ زون د امنیتي وضعیت ترڅنګ پر یو لړ نورو مسایلو هم خبرې شوې دي. د طالبانو یاد دفتر خبر ورکړی، چې په ناسته کې په سوېل ختیځ زون کې د امنیت لا ټینګښت، اقتصاددي پراختیا، د ولسي خدمتونو د پیاوړتیا، د شریعت د احکامو پر تطبیق او د مولوي هبتالله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کېدو ټینګار شوی دی. دغه غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې د پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو په سرحدي ولسوالیو او له ډیورنډ کرښې سره په نږدې پرتو سیمو کې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی او وخت ناوخت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې کیږي. پاکستان تور لګوي، چې افغان طالبانو ټي ټي پي او نورو پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره ناستـه کړې
Sources
Afghan sources
د طالبانو د کندهار والي له دوه کلن ځنډ وروسته له خبریالانو سره ناستـه کړې