Kabulافغانستانامنیتدری

په کاناډا کې د بانکي درغلیو په تور پاکستان کې درې کسان نیول… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-23 06:13:32🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – پاکستاني چارواکي وايي، درې پاکستانیان یې د یوې داسې شبکې د غړیتوب په تور نیولي چې له څلورو هندي وګړو سره یې په ګډه د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جعلي اسناد جوړول او د کاناډا له بانکونو یې پیسې ترلاسه کولې. د انډیا ټوډې د راپور له مخې، د پاکستان د سایبري جرمونو د څېړنې ملي ادارې (NCCIA) په لاهور کې د یوې خبري غونډې پر مهال د یادې شبکې د فعالیتونو له افشا کېدو خبر ورکړی. د یادې ادارې مرستیال مشر عاطف امیر ویلي، په دې شبکه کې درې پاکستانیان او څلور هغه هندي وګړي شامل دي چې په کاناډا کې ژوند کوي. د ده په وینا، په کاناډا کې مېشتو څلورو هندي وګړو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جعلي پاسپورټونه او انځورونه جوړول او په پاکستان کې یې خپلو همکارانو ته استول. هغه زیاته کړې، پاکستاني تورنو کسانو له دغو اسنادو په استفادې د کاناډا په لویو بانکونو کې له لرې حسابونه پرانیستل او د هویت د تایید له سیستمونو د تېرېدو لپاره یې د «Dolphin Anty» په نوم ځانګړی براوزر کاراوه. د چارواکو د معلوماتو له مخې، د بانکي حسابونو له فعالېدو وروسته کریډیټ کارتونه په کاناډا کې مېشتو کسانو ته استول کېدل، هغوی به د کارتونو د پور ټول ټاکل شوی حد مصرفاوه او وروسته به یې کارتونه له منځه وړل. د پاکستان…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-23 06:13:32

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په کاناډا کې د بانکي درغلیو په تور پاکستان کې درې کسان نیول شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-23 10:42:59

په کاناډا کې د بانکي درغلیو په تور پاکستان کې درې کسان نیول شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button