د امریکا د کالیفورنیا ایالت ډیموکرات سناتور ادم شیف د افغان کډوالو د لېږد په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر تګلارې نیوکه کړې. نوموړي ویلي، په هغه هېوادونو کې چې د ځورونې، شکنجې او وژل کېدو خطر شته دغه اقدام نه یوازي ناقانونه دی بلکي ظالمانه هم دی. ادم شیف د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر خپله اېکس پاڼه له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د لېږد الوتنې دي سمدستي ودروي. نوموړي ټینګار کړی، چې ټول باید د امریکا ارزښتونو ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړې: «موږ باید د امریکا ارزښتونو ته درناوی وکړو او هغه خلک باید استبدادي رژیمونو ته پرې نږدو چې هلته یې ژوند او ازادي له ګواښ سره مخ وي». نوموړي د ټرمپ دغه اقدام «ظالمانه او خطرناک» ګڼلی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې پلان درلود چې نږدې ۲۰۰ افغان کډوال، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) په توقیف کې دي، لومړی پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي. د راپورونو له مخې، په دغو کسانو کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه او یا یې د کورنۍ غړي له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ سابقه لري. د بشري حقونو بنسټونو او یو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ادم شیف: امریکا باید استبدادي رژیمونو ته د افغان کډوالو د لېږد الوتنې ودروي
سرچینې
Afghan sources
ادم شیف: امریکا باید استبدادي رژیمونو ته د افغان کډوالو د لېږد الوتنې ودروي