د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبانو پنځه سیمهییز خبریالان نیولي او له شاوخوا لس ساعته پوښتنوګروېږنو وروسته یې بېرته خوشې کړي دي. د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه خبریالان د جمعې په ورځ د ترینکوټ ښار د مرکزي عیدګاه جومات د پرانیستې مراسمو ته د خبري پوښښ لپاره وربلل شوي وو. په دغو مراسمو کې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی و. د راپورونو پر بنسټ، احمدشاه جواد، احسانالله ولسمل، بریالی بریال منګل، سمیعالله رحماني او بریالی انصاري د یادو مراسمو د انځورونو او ویډیوګانو د اخیستلو او خپرولو په تړاو نیول شوي وو. سرچینې وایي، یاد خبریالان شاوخوا لس ساعته تر پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو محدودیتونه د خبریالۍ د فعالیتونو پر وړاندې ګڼې ننګونې رامنځته کړې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
ارزګان کې پنځه خبریالان تر لس ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شول | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
ارزګان کې پنځه خبریالان تر لس ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشې شول | آمو ټلویزیون