Kabulافغانستانامنیتدری

اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-28 07:25:25🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني وویل چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده. هغه زیاته کړه، د شخړې پر مهال یوه لوري د تومانچې ډزې کړي چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي. بلال د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې د پېښې عاملین نیول شوي او دوسیې به یې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-28 07:25:25

خط زمانی

  1. Pajhwok

    اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-28 11:54:12

اروزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button