کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې په افغانستان کې یې د مالدارۍ خدمتونو د پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو د معیشت د ملاتړ لپاره ۱۱ میلیون یورو ځانګړي کړي دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه پروګرام له لارې به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي. سرچینې زیاته کړې، د دې پانګونې موخه د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیانمنو ټولنو د مقاومت لوړول دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د مالدارۍ د کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، د اروپايي ټولنې پلاوي ټینګار وکړ چې د ۱۷ ولایتونو د ۳۰۰ زره کورنیو لپاره د مالدارۍ خدمتونو، د حیواناتو روغتیا، د خوړو خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاوم معیشت د پیاوړتیا په موخه یې ۱۱ میلیون یورو بودجه ځانګړې کړې ده.»
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اروپايي ټولنې افغانستان کې د مالدارۍ د پياوړتیا لپاره ۱۱ میلیون یورو ځانګړي کړي
منابع
Afghan sources
اروپايي ټولنې افغانستان کې د مالدارۍ د پياوړتیا لپاره ۱۱ میلیون یورو ځانګړي کړي