EconomyEnglishKabulافغانستان

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-28 09:38:22🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او سیمه‌ییزو خوړو د سیسټمونو د پیاوړتیا لپاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام نن پر خپله اېکس‌پاڼه د اروپايي ټولنې له دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه بودجه به په ټول افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت او سیمه‌ییزو خوړو د سیستمونو د پیاوړتیا برخو کې ولګول شي. د دغه بنسټ په خبره، د مرستې یوه برخه به د خلکو د معیشت ملاتړ او د ښځو او ځوانانو لپاره د اقتصادي فرصتونو په برابرولو ولګول شي. همدارنګه، د دې مرستې یوه برخه به د افغانستان په ښوونځیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي توکو د وېش پروګرام پیاوړی کړي. د خوړو نړۍوال پروګرام د هغو کسانو د شمېر او د یاد پروګرام د مودې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-28 09:38:22

Timeline

  1. Pajhwok

    اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-28 14:03:48

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button